ژبه

اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه

سهراب سروري

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۰

Views: ۱۸

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اروپايي ټولنې له لوري د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې له امله مننه کړې ده.

اوچا پرون (پنج‌شنبه) پر اېکس خپل ه کړي یوه پیغام کې ویلي چې دغه مرسته به په ټول افغانستان کې له مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو سره مخ میلیونونو کسانو ته د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د دوام برخه کې ولکېږي.

دغه بنسټ افغانستان ته د بشري مرستو برخه کې د اروپايي ټولنې له ملاتړه مننه کړې او په دې برخه کې یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

اوچا زیاته کړې ده: «راځئ چې په ګډه د بشریت لپاره پانګونه وکړو.»