ژبه

د عدلیې وزیر: د مرستو د وېش پر مهال دې د اړمنو له انځور او ویډیو اخیستو ډډه وشي

هجرت‌الله کاکړ

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۵

Views: ۹

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزیر ویلي چې خیریه بنسټونه دې د مرسته‌کوونکو او اړمنو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي، د خلکو له بې‌وزلۍ دې ناوړه ګټه نه خلي او د مرستو د وېش پر مهال دې د اړمنو له انځور او ویډیو اخیستو ډډه وکړي.

د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي تېره ورځ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د فعالو خیریه بنسټونو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته کې خبرې کړې دي.

شرعي ویلي چې خیریه بنسټونه باید مرستې له مرسته‌کوونکو څخه واخلي او اړمنو کسانو ته یې ورسوي او د خلکو له بې‌وزلۍ په ناوړه ګټې اخیستنې سوداګري ونه کړي.

نوموړي د مرستو د وېش پر مهال د اړمنو کسانو له عکاسۍ او ویډیو اخیستو هم د ډډې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه کار د هغوی د تحقیر او عزت ته د زیان رسېدو لامل کېږي.

سرچینې زیاته کړې، شرعي د خیریه بنسټونو لپاره د یوې سراسري اتحادیې جوړول هم اړین بللي او د هغې د جوړولو لپاره یې د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په دې ناسته کې د خیریه بنسټونو مسوولینو د مالیاتو، ګمرکونو او ځینو پېچلو اداري پروسو په اړه خپلې ستونزې شریکې کړې او د عدلیې وزارت له لوري یې د حل ډاډ ورکړل شوی دی.