Language

ندیم: له زده‌کړو پرته پرمختګ ناشونى دى

خوست ښار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير وايي، د هېواد پرمختګ او خودکفا کېدل له زده‌کړو سره مستقيمه اړيکه لري او له دې پرته يې پرمختګ ناشونی دی.

دغه څرګندونې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم نن د خوست په شيخ‌زايد پوهنتون کې د طبیعي علومو درې ورځنی ملي سمپوزيم پرانیستې پر مهال وکړې.

هغه وويل، له نړی سره د سیالۍ لپاره په کار ده چې د زده‌‌‌کړو مرکزونه معیاري او له نړۍوالو اصولو سره برابر شي.

نوموړي زياته کړه چې د هېواد پرمختګ او خودکفا کېدل له زده‌کړو سره مستقيمه اړيکه لري او له دې پرته پرمختګ ناشونی دی.

login or register a new account.