منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۹ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ندیم: له زده‌کړو پرته پرمختګ ناشونى دى

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۵ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير وايي، د هېواد پرمختګ او خودکفا کېدل له زده‌کړو سره مستقيمه اړيکه لري او له دې پرته يې پرمختګ ناشونی دی.

دغه څرګندونې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم نن د خوست په شيخ‌زايد پوهنتون کې د طبیعي علومو درې ورځنی ملي سمپوزيم پرانیستې پر مهال وکړې.

هغه وويل، له نړی سره د سیالۍ لپاره په کار ده چې د زده‌‌‌کړو مرکزونه معیاري او له نړۍوالو اصولو سره برابر شي.

نوموړي زياته کړه چې د هېواد پرمختګ او خودکفا کېدل له زده‌کړو سره مستقيمه اړيکه لري او له دې پرته پرمختګ ناشونی دی.

هغه زياته کړه: «پر دې باندې د دواړو طایفو خلک که مسلمانان دي که غیر مسلم دي، متفق دي چې ترقي په علم پورې تړلې ده، د یو ملک ابادي، پرمختګ او خودکفايي له علم سره تعلق لري.»

دغه راز په يادو مراسمو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني بيا وویل چې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ شته فکري اختلاف دې له منځه یووړل شي او د هېواد هر اړخيز پرمختګ لپاره دې ملي يووالی رامنځته شي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، دوی په کمو امکاناتو هڅه کوي چې علمي مرکزونه پیاوړي کړي څو د سیاسي او نورو مسایلو ښکار نه شي.

هغه وويل: «زموږ په وطن کې له ډېر وخت راهیسې دا کوشش روان دی چې مدرسې او پوهنتون یو بل ته مقابل واقع کړي، خو موږ چا ته اجازه نه ورکوو.»

حقاني دغه راز وويل، له شل کلنې جګړې وروسته بیا هم د ګاونډیو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي وضعیت ښه دی.

نوموړي د افغانستان د بقا او پایښت لپاره په هره برخه کې پر مسلکیتوب ټینګار وکړ.

هغه زياته کړه: «علمي ادارې چې څومره قوي وي، د ملک د بقا او قوت لپاره ښه دي او بیا به موږ انشاالله دومره قوي شو چې دنیا ته به محتاج نه یو، دنیا به موږ ته محتاجه وي.»

د یادونې ده، په دغه ملي سمپوزيم کې ۸۷ مقالې ټاکل شوې چې له کتنې وروسته به معیاري مقالې په نړۍوالو مقالو کې وشمېرل شي او ليکونکو ته به يې علمي ترفيع هم ورکړل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه