ترینکوټ (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د اروزګان د مرکز ترینکوټ په مربوطاتو کې نن د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي لګښت د ۶۱۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۴ چکډیمونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت والي مولوي محمدعلي جان احمد د یادې پروژې پیلېدو په مراسمو کې وویل، دا پروژه د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام په مالي لګښت او د افغانستان بیاودانولو موسسې (ANRCC) په تخنیکي همکارۍ جوړېږي.
هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره او په جوړېدو سره به يې د شاوخوا سیمو کاریزونو اوبه هم زیاتې شي.
اروزګان کې د یادې موسسې ولایتي مسوول محمدنسیم هیمتزي وویل: «د مرکز ترینکوټ په مهراباد سیمه کې تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو پیاوړتیا لپاره د هغو کارېزونو د تقویې لپاره ۱۴ کوچني چکډیمونه کیندل کېږي چې اوبه يې کمې یا وچې شوې دي.»
نوموړ وویل، دا پروژه به د شلو ورځو په جریان کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغه زیاتوي، په دې موده کې به ۴۳۵۷ کسانو ته د کار زمینه هم برابره او په مقابل کې به هر کارګر ته په شلو ورځو کې سل ډالره ورکول شي.
یو شمېر هغه کسان چې په دې پروژه کې د کار زمینه ورته برابره شوې، خوښ دي او له حکومته دې ډول نورو پروژو غوښتنه کوي.
د مهراباد سیمې اوسېدونکي محمدعظیم چې په دې پروژه کې د کار زمینه ورته برابره شوې وايي، هیله ده چې حکومت دا ډول پروژې ډېرې کړي څو له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا د وچکالۍ اغېزې کمې شي.
دی وايي، سیمه يې وچکالۍ سخته ځپلې او په وینا يې، ډېری کارېزونه وچ شوي دي.