ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت څلور نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شول

لوګر کې د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت څلور نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شول

author avatar
13 Jul 2023 - 15:48
لوګر کې د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت څلور نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شول
author avatar
13 Jul 2023 - 15:48

پل‌علم (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): لوګر کې روغتيايي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د ٧٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوو څلورو روغتيايي مرکزونو فعاليت پيل کړ.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس سیدالرحمن قادري پژواک خبري اژانس ته وویل، دا څلور روغتیايي مرکزونه د مرکز پل‌علم په «سرسنګ» د محمداغې ولسوالۍ په «مغل‌خېل» د بره‌کي برک ولسوالۍ په «پاین‌ده» او د ازرې ولسوالۍ په «سپین جومات» سیمو کې د افغان کورنیو د لارښوونې مؤسسې/AFGA  په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.

قادري زیاته کړه، په یادو کلیو کې چې له روغتيایي مرکزونو سره له ۱۰ کيلومتره نیولې تر ۱۵ کيلومتره پورې واټن لري، د دغو روغتیایي مرکزونو له پرانیستې وروسته به ناروغان او ناروغ لرونکي د روغتیا له اساسي خدماتو برخمن شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، یاد مرکزونه به په دغو ولسوالیو کې د درېیو کلونو لپاره د شاوخوا ۷۵۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي.

بلخوا د افغان کورنیو د لارښوونې مؤسسې/AFGA  ولایتي مسوول سین‌الله حبیب پژواک ته وویل، پرانيستل شوي مرکزونه پر هر ډول درملو او وسایلو سمبال دي او هره اونۍ به په څلورو ولسوالیو کې شاوخوا ۲۰ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

نوموړی زیاتوي، هر روغتیايي مرکز شپږ ښځينه او نارینه کارکوونکي لري او هره ورځ د سهار له ۸ بجو بیا د مازدیګر تر څلورو بجو پورې ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.

د لوګر ولایت اوسېدونکي هم د دغو روغتيايي مرکزونو جوړېدو ته خوښ دي.

د مرکز پل‌علم یوه قومي مشر حاجي عدالقیوم پژواک ته وویل، د یادو مرکزونو له پرانیستې سره به د سلګونو ناروغانو ستونزې هوارې شي.

نوموړي د عامې روغتیا پر ریاست او نړۍوالو بنسټونو غږ وکړ چې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم ورته روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

لوګر کې داسې مهال څلور روغتیايي مرکزونه پرانيستل کېږي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په لوګر کې دولتي روغتونونه او روغتیايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.