ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د داخلي بې‌ځایه شوو، کډوالو او پناه‌غوښتونکو افغانانو شمېر څه باندې ۹ میلیون کسانو ته رسېږي»

«د داخلي بې‌ځایه شوو، کډوالو او پناه‌غوښتونکو افغانانو شمېر څه باندې ۹ میلیون کسانو ته رسېږي»

author avatar
14 Jul 2023 - 14:25
«د داخلي بې‌ځایه شوو، کډوالو او پناه‌غوښتونکو افغانانو شمېر څه باندې ۹ میلیون کسانو ته رسېږي»
ارشیف
author avatar
14 Jul 2023 - 14:25

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): یوان‌ایچ‌سي‌ار ویلي، ۵.۶ میلیونه افغانان د کډوالو او کډوالۍ ته ورته حالت درلودونکو کسانو او ۲۹۵ زره نور د پناه‌غوښتونکو په توګه په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي او ۳،۲۵ میلیونه افغانان د افغانستان دننه بېځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو یادې کمېشنرۍ د ځینو شمېرو په خپرولو سره ويلي چې په نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په اجباري توګه بېځایه شوي چې۵.۶ میلیونه یې کډوال او کډوالۍ ته ورته حالت درلودونکي کسان او ۲۹۵ زره نور یې پناه‌غوښتونکي دي.

دغه‌راز یاد بنسټ زیاته کړې چې ۳.۲۵ میلیونه افغانان هم د افغانستان دننه بېځایه شوي دي.

که څه هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ د افغانانو د دغه بېځایه کېدو لامل نه دی په ډاګه کړی خو جګړه، بېکاري، بېوزلي او ښه ژوند ته رسېدل د افغانانو د کډوالۍ اصلي موارد یاد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا ای‌او‌اېم په خپل تازه راپور کې لیکلي چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې درې اعشاریه شپږ میلیون افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي چې ۷۰ سلنه یې ایران، ۱۸ سلنه پاکستان، ۱۱ سلنه ترکیې او اروپا او ۲ سلنه نور یې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

 له دې مخکې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې تېرو ۲۰ میاشتو کې یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان، ایران او ځينو اروپایي هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.