کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته د رسېدنې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د دغو اندېښنو د هواري او همکارۍ په موخه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.
د ډان ورځپانې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون (پنجشبه) په خپله اوونیزه خبري ناسته کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت مسوولیت دی څو ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد نه کارول کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټينګار کړی چې دا هېواد د ترورېزم اړوند اندېښنو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی.
د پاکستان د بهرینو چارو وزارت دغهراز له اسلامي امارته غوښتي چې د «ترهګرو» له لوري د پاکستان پرضد د افغانستان خاورې نه کارېدو په اړه پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې اسلامي امارت په تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد ونه کارول شي.
پاکستان له دې مخکې ادعا کړې وه چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) بریدونه په افغانستان کې طراحي کېږي، خو اسلامي امارت دغه ادعاو بېبنسټه بللي ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن