پاکستان: ګډو اندېښنو ته د رسېدنې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته د رسېدنې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د دغو اندېښنو د هواري او همکارۍ په موخه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.


