ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي: موسسې دې فاسد او د تېر حکومت امنیتي کسان پر دندو نه ګوماري

د اروزګان والي: موسسې دې فاسد او د تېر حکومت امنیتي کسان پر دندو نه ګوماري

author avatar
15 Jul 2023 - 14:57
د اروزګان والي: موسسې دې فاسد او د تېر حکومت امنیتي کسان پر دندو نه ګوماري
author avatar
15 Jul 2023 - 14:57

ترینکوټ (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د اروزګان والي وايي، یوازې د هغو پروژو تطبیق ته به په دغه ولایت کې اجازه ورکړي چې د خلکو او هېواد په ګټه وي.

د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد دغه څرګندونې نن د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ځینو موسسو له استازو سره په غونډه کې کړې او له هغوی یې غوښي چې په خپلو ادارو کې دې مفسدو او د تېر نظام امنیتي کسانو ته دندې نه ورکوي.

والي زیاته کړې: «د معلومات له مخې، په اروزګان کې یو شمېر موسساتو هغو کسانو ته دندې ورکړې چې د ولایتي ادارې د تصفيې کمېسیون له خوا د فساد له امله له دندو ګوښه شوي وو، همدارنګه هغو نظامیانو ته یې هم دندې ورکړې چې کلونه له اسلامي امارت سره په جګړه اخته وو.»

هغه وویل: «که د دې لړۍ مخنیوی ونه شي، نو ولایتي اداره به مجبوره شي چې د دغو کسانو پر وړاندې جدي اقدام ترسره کړي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.