منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۵ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اروزګان والي: موسسې دې فاسد او د تېر حکومت امنیتي کسان پر دندو نه ګوماري

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۸ کتنې

ترینکوټ (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د اروزګان والي وايي، یوازې د هغو پروژو تطبیق ته به په دغه ولایت کې اجازه ورکړي چې د خلکو او هېواد په ګټه وي.

د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد دغه څرګندونې نن د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ځینو موسسو له استازو سره په غونډه کې کړې او له هغوی یې غوښي چې په خپلو ادارو کې دې مفسدو او د تېر نظام امنیتي کسانو ته دندې نه ورکوي.

والي زیاته کړې: «د معلومات له مخې، په اروزګان کې یو شمېر موسساتو هغو کسانو ته دندې ورکړې چې د ولایتي ادارې د تصفيې کمېسیون له خوا د فساد له امله له دندو ګوښه شوي وو، همدارنګه هغو نظامیانو ته یې هم دندې ورکړې چې کلونه له اسلامي امارت سره په جګړه اخته وو.»

هغه وویل: «که د دې لړۍ مخنیوی ونه شي، نو ولایتي اداره به مجبوره شي چې د دغو کسانو پر وړاندې جدي اقدام ترسره کړي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.»

احمد دغه راز د موسسو له استازو وغوښتل چې خپل مشران د ټولګټو پروژو پلې ‌کولو ته وهڅوي.

هغه وايي، اروزګان کې کلونه سخته جګړه تېره شوې او خلک يې په اقتصادي، پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه