ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۲۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي

۲۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي

author avatar
17 Jul 2023 - 13:46
۲۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي
author avatar
17 Jul 2023 - 13:46

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۲۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې نن پرخپله ټويټرپاڼه ليکلي، له ایرانه وارد شوي ۲۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندر څخه بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

سرچينه زياتوي، د بې‌کیفیته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره په جدیت عملي ګامونه پورته کوي.

د سټنډرډ ملي اداره وایي، تېر کال هېواد ته شاوخوا ۶۰ زره ټانکره نفتي توکي وارد شوي چې له دې ډلې ۱۰۰۰ ټانکره بې‌کیفیته وو او بېرته مسترد شوي دي.

د یادونې ده چې یادې ادارې په دې ورستیو کې نه یوازې بې‌کیفیته تېل ایران ته ګرځولي، بلکې له ترکمنستانه وارد شوي د بې‌کیفیته ګازو ټانکرونه یې هم بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.