کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، هغو هېوادونو چې له اسلامي امارت سره منفي تعامل درلود، حقیقت یې درک کړی او له اسلامی امارت سره مثبت تعامل ته را وړاندې کېږي.
دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په هغه ویډیويي کلیپ کې کړي چې د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل پر ټویټرپاڼه خپور کړی.
متقي ویلي: «موږ او تاسو وینو چې هغه منفي تعامل چې ځینو هېوادونو او ځینو نړۍوالو درلود، نن ټول سوکه سوکه مجبوره کېږي، اعترافونه کوي او مثبتي خواته راځي.»
هغه زیاته کړې، نړۍوال بانک په وار وار دا اعلان وکړ چې د افغانستان اقتصاد ښه لوري ته روان دی؛ په افغانستان کې تر ډېرو هېوادونو د لومړنيو توکو نرخونه ټيټ دي او د افغانستان پیسو ډېر ښه ثبات پیدا کړی دی.
د هغه په وینا، د روڼتیا څار نړۍوال سازمان اعلان وکړ چې افغانستان د فساد مخنیوي په برخه کې ډېر پرمختګ کړی، ټوله نړۍ اعتراف کوي چې د نشهیي توکو کښت په بېساري ډول کم شوی دی.
متقي د بریټانیا د دفاعي کمېټې مشر د هغې خبرې هرکلی وکړ چې ویلي دي، د دغه هېواد سفارت باید په افغانستان کې پرانیستل شي.
د هغه په خبره، نړۍ اوس حقایق درک کوي، لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ومنله چې له افغانستانه نړۍ ته ګواښ نشته.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تازه څرکندونې په داسې مهال دي چې د اسلامي امارت د واکمنیدو نږدې دوه کاله پوره کېږي، خو تر اوسه هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن