کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): مولوي سعیداحمد شهیدخېل د امر بالمعروف او نهي عنالمنكر وزارت د نظامي مرستیال او مولوي عبدالرحمن منیر د دفاع وزارت د عقیدتي او فرهنګي چارو د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس، امر بالمعروف وزارت ته نظامي مرستیال او ملي دفاع وزارت ته د عقیدتي او فرهنګي چارو رییس وټاکل شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د اسلامي امارت زعیم مولوي هبةالله اخندزاده د فرمان پر اساس، د پوهني وزارت مخکنی مالي او اداري مرستیال مولوي سعیداحمد شهیدخېل، د امر بالمعروف، نهي عنالمنكر وزارت د نظامي مرستیال په توګه او د همدغه معینیت مخکنی مرستیال مولوي عبدالرحمن منیر د دفاع وزارت د عقیدتي او فرهنګي چارو د رییس په توګه وټاکل شول.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن