چاریکار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د کاپیسا ځایي مسوولین وایي، نن د دغه ولایت د ګلبهار نساجي فابریکې اړوند دوه ودانۍ د برېښنا د شارتۍ له امله سوځېدلې دي.
د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وایي، دا اورلګېدنه نن (چهارشنبه) سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې چې له امله یې د ګلبهار شرکت اړوند دوې ودانۍ چې ۱۷ مسکونې واحدونه یې لرل په بشپړ ټوګه له منځه تللي دي.
هغه زیاتوي چې د ګلبهار نساجي فابریکې دغه دوې ودانۍ په کرایه ورکړل شوې وې.
هغه وویل چې یادې دواړه ودانۍ په بشپړ ډول سوځېدلي او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن