کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، د يادو راستانه شوو کډوالو له ډلې ۳۵۱ کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (د چنګاښ ۲۹مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي دي چې پرون (د چنګاښ ۲۸مه) له ایرانه دو زره ۲۹۴ افغان کډوال د هرات اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې لیکلي دي چې د يادو راستانه شوو کډوالو له ډلې ۳۵۱ کسان د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) ته ورپېژندل شوي دي څو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړي.
د یادونې ده، د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه هم ۲۴۱۰ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن