خوستښار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال وايي چې افغانستان په هره برخه کې پوه او مسلکي کسان لري او اړ نه دى چې د کار لپاره له نورو هېوادونو مسلکي کسان راوغواړي.
دا څرګندونې د ځوانانو چارو مرستيال قاري محمديونس راشد نن د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځنځېلو په سيمه کې هغې غونډې ته وکړې چې د يوه وړيا کورس پرانيستې په موخه جوړه شوې وه.
قاري محمديونس راشد غونډې ته په خبرو کې وويل، افغانستان د ماسټرۍ، دوکتورا او لیسانس په کچه زرګونه ځوانان لري او موجوده سرپرست حکومت دې ته نه دی اړ چې له بل ځايه مسلکي کسان راوغواړي.
د نوموړي د دې خبرو اشاره د پاکستاني چارواکو هغو څرګندونو ته وه چې څه موده مخکې يې اسلامي امارت ته ويلي وو، که تاسې د وزارتونو چلولو لپاره مسلکي کسان نه لرئ، دوی به يې ورولېږي.
هغه دغه راز وويل، د شته نظام او پرمختګونو ساتنې او د لا پرمختګ لپاره اړينه ده چې راتلونکی نسل پر تعليم باندې سمبال شي.
هغه زياته کړه: «موږ بايد د خپل سړک جوړولو لپاره ترکي او پاکستاني پر ځای خپل افغاني انجينران ولرو او خارج ته د بورسونو پر ځای بايد په هېواد کې داسې پوهنتونونه ولرو چې دلته د دوکتورا پروګرامونه ولري.»
د خوست د نادرشاهکوټ ولسوالۍ اړوند د ځنځيخېلو په سيمه کې ياد وړيا کورس چې د سيمې يو څو رضاکارو ځوانانو له خوا جوړ شوی او سلګونه زدهکوونکي لري، دا مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي.
د دغه کورس مشر قانونالدين عادل پژواک اژانس ته وويل چې په دغه کورس کې ۷۵۰ زدهکوونکو ته له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې وړيا زدهکړې ورکول کېږي.
هغه وايي: «په دغه کورس کې له موږ سره ۱۱ کسان د پوهنتون فارغ استادان موجود دي او په داوطلب ډول راغلي، دلته زدهکوونکو ته تدريس ورکوي او د خپلې سيمې بېسواده قشر د تعليم په ګاڼه سمبالوي.»
د دغه کورس یوه زدهکوونکي اکبرالله له پژواک سره خبرو کې خوښي وښوده چې په وړيا ډول زدهکړې کوي؛ ځکه د هغه په وينا، د اقتصادي مشکلاتو له امله نه شي کولی په ښار کې زدهکړې وکړي.
ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني بيا يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې د ياد کورس مسوولينو او زدهکوونکو ته ډاډ ورکړ چې تر خپله وسه به ورته هر ډول اسانتياوې او سهولتونه برابر کړي.
نوموړي دغه راز د دغه ولايت د نورو سيمو له ځوانانو او مشرانو غوښتنه وکړه چې دا ډول تعليمي مرکزونه جوړ کړي او خپل راتلونکی نسل وروزي.
Views: 159
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن