ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له راتلونکې شنبې د پنځوس‌ګون او سل‌ګون نوو بانک‌نوټونو د وېش لړۍ پيلېږي

له راتلونکې شنبې د پنځوس‌ګون او سل‌ګون نوو بانک‌نوټونو د وېش لړۍ پيلېږي

author avatar
27 Jul 2023 - 16:56
له راتلونکې شنبې د پنځوس‌ګون او سل‌ګون نوو بانک‌نوټونو د وېش لړۍ پيلېږي
author avatar
27 Jul 2023 - 16:56

کابل (پژواک، ۵ زمري ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وایي، د روان کال د زمري میاشتې په ۷مه په ټول هېواد کې د پنځوس‌ګون او سل‌ګون زړو بانک‌نوټونو ټولولو او د نوو بانک‌نوټونو د وېش لړۍ پیلوي.

یاد بانک نن (پنج شنبه) پر خپله ټویټرپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «د مخکنۍ پرېکرې او خبرتیا پر بنسټ د افغانستان بانک ستاسې د راکړو ورکړو په برخه کې د اسانتیا رامنخته کولو په موخه د پنځوسو او سلو افغانیو مندرس بانک‌نوټونه راټولوي او په بدل کې یې باراز ته نوي بانک‌نوټونه وړاندې کوي، دا پروسه د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې له ۷مې په ټول هېواد کې پیلېږي.»

دغه راز سرچينې ويلي، هېوادوال کولی شي چې په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک یا د سوداګریزو بانکونو یوې څانګې ته مراجعه وکړي او تر لس زره افغانیو پورې خپل مندرس د لسګون او شلګون بانک‌نوټونه، او دغه راز تر ۴۰ زره افغانیو پورې د پنځوس‌ګون او سل‌ګون مندرس بانک‌نوټونه له کوم فیس پرته په نوو بانک‌نوټونو بدل کړي.

سرچینه زیاتوي، هغه شرکتونه او کسان چې غواړي له لس زره افغانیو ډېر مندرس بانک‌نوټونه بدل کړي، باید خپلې مندرسې پیسې په خپل بانکي حساب کې جمع کړي او د خپلو تادیاتي وجایبو د اداینې په برخه کې یې وکاروي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.