قلعهنو (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): د بادغېس ولایت په سنګاتش ولسوالۍ کې د واده ۱۵۰ ګډونوال مسموم شوي دي.
د بادغېس د ولایتي روغتون رییس ډاکتر امیرمحمد مشواڼي د زمري په ۵مه د شپې ناوخته پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن ماښام مهال د سنګ اتش ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې په دغه سیمه کې د یوه واده ۱۵۰ ګډونوال مسموم شوي چې همالته په ولسوالۍ کې د استول شوي روغتیايی ټیم لخوا یې درملنه روانه ده.
ډاکتر مشواڼی وایي چې د مسموم شوو کسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن