Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سره میاشت د سوري زړه لرونکو ۲۸ ماشومانو وړیا درملنه کوي

سره میاشت د سوري زړه لرونکو ۲۸ ماشومانو وړیا درملنه کوي

author avatar
29 Jul 2023 - 10:41
سره میاشت د سوري زړه لرونکو ۲۸ ماشومانو وړیا درملنه کوي
author avatar
29 Jul 2023 - 10:41

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ٢٨ په زړه سوري ماشومان يې په پلازمېنه کابل کې د درملنې او عملیات په موخه یوه داخلي روغتون ته ورپېژندلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه ماشومان یې نن (شنبه) یو داخلي روغتون ته ورپېژندلي دي.

ټویټ کې راغلي، یادې ټولنې په تېرو شاوخوا ۱۲ میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۱۵۳۰ ماشومان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې به مخکې پر زړه سوري ماشومان یا هغه ماشومان چې هډوکي به یې مات وو او يا هم سخت سوځېدلي وو، د المان «د سولې کلي» موسسې ته ورپېژندل او دې موسسې به د درملنې لپاره یاد هېواد ته لېږدول خو اوس دغه چاره په کابل کې ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.