کندز (پژواک، ٩ زمری ۱۴۰۲): د کندوز د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون مسوولین وایي، په تېرو اووه ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۲ کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندز ولایت کې د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون مسوول قیامالدین صافی په تېرو اووه ورځو کې پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر بېساری ګڼي او د کندوز له خلکو غواړي چې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
هغه زیاته کړه: «په تېرو اووه ورځو کې موږ ۱۲ مثبتې پېښې درلودې له دې ډلې دوه ناروغان مړه شوي چې د دشت ارچې ولسوالۍ اوسېدونکي وو، کانګو یوه ناروغي ده چې له څارویو سره د تماس او د هغوی له غوښې څخه په استفادې انسان ته لېږدول کیږي.»
همداراز د کندوز د دشت ارچې ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالله چې د کورنۍ ۷ غړي يې پر کانګو اخته او د کورنۍ دوه نور غړي يې د دې ناروغۍ له امله مړه شوي وایي، دا ناروغۍ د کورنۍ غړو ته یې د څارویو سره د تماس له امله لېږدول شوې ده.
هغه هم له خلکو غواړي چې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
د کندوز انتاني روغتون کې یو معالج ډاکټر احمدضیاء صافی د کانګو ناروغۍ یوه ویروسي ناروغۍ بولي او د دې ناروغۍ څخه د مخنیوي لار له څارویو سره نه تماس لرل بولي.
هغه وویل: «د کانګو د ناروغۍ لامل ویروس دی، کوښښ وکړو د څارویو له غوښې کمه استفاده وکړو او له څارویو سره ډیر تماس ونه لرو.»
کانګو یوه ویروسي ناروغۍ ده چې په وروستیو میاشتو کې د هیواد په نورو سیمو کې هم خپره شوې او د څو کسانو ژوند یې اخیستی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP