Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د انګورو بڼوال له حکومته د معياري ممیز‌خونو جوړېدو غوښتنه کوي

کندهار(پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۲): کندهار کې د انګورو یو شمېر بڼوال وايي، په دغه ولایت کې معیاري ممیز‌خونې کمې دي او حکومت دې په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

کندهار چې د انګورو په برخه کې د هېواد په کچه شهرت لري او د دغه ولایت انګور بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي، بڼوال يې د معياري ممیز‌خونو له کمښته شکایت کوي.

هغوی وايي، هرکال د انګورو حاصلاتو په وخت کې یې بیې ټیټې شي او دوی معیاري ممیزخونې نه لري نو حاصلات يې خبرابېږي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی علي جان وايي، اوس د انګورو حاصلاتو ټولولو وخت دی، خلک پوره معیاري ممیز‌خونې نه لري او خپل حاصلات په غیرمعیاري کشمش‌خونو کې وچوي چې ډېر وخت د بارانونو له امله خرابېږي.

د هغه په وینا: «سږ انګور ښه بازار نه لري نو ځکه ممیز ترې جوړوو او که چیرې ښه ممیز تولید شي نو بیا په ښه بیه پلورل کېږي.»

یو بل بڼوال عبدالسلام وایي، سږ کال یې باغ د وچکالۍ له امله د انګورو حاصلات کم شوي او شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ زیان ورته رسېدلی دی.

هغه وویل: «دا سږ کال ماته شپېته لکه – اویا لکه کالدارې تاوان رسېدلی، ټوله د وچکالۍ له امله چې اوبه نشته او که دلته په ممیز‌خونه کې مو ممیز هم خراب شي باران پر وشي نو لا به نور هم تاواني شو.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی او بڼوال ظاهر جان وايي: «اول خو موږ انګور شکوو بیا یې یوه ورځ ږدو چې یوڅه نرم شي، بیا یې په دوا وهو وروسته یې په ممیزخونه کې پر لرګیو پنځلس ورځو لپاره ځړوو، که باران ونه شو خو ښه تر ښه کنه نو بیا یې باران خرابوي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په ۱۳۹۹ لمریز کال د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې۹۱۱ ممیزخونې جوړې شوې دي.

د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست مولوي شمس‌الرحمن موسي پژواک خبري اژانس ته وویل: «پلان داسې دی چې موږ غواړو د سړوخونو تر څنګ د باغدارانو لپاره ممیز‌خونې هم جوړې کړو او یا هم هغه زړې ورته ترمیم کړو څو هغوی ښه ګټه ترې واخلي.»

د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست معلومات ورنه کړل چې څومره باغ‌لرونکو ته به ممیز‌خونې جوړې او یا هم ترمیم کړي.

د کندهار د انګورو تر څنګ ممیز چې د خوند له اړخه ښه شهرت لري په بهر کې د وچې مېوې په توګه ډېر مینه‌وال لري او هر کال په زیاته اندازه صادريږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.