Language

فاریاب کې په ترافیکي او نورو پېښو کې ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میمنه (پژواک،۹ زمری ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې څو پېښو کې د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دا پېښې په میمنه ښار، پښتونکوټ، المار، قیصار او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت سرپرست او مرستیال داملا معاوض پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ تېره ورځ د میمنې ښار په عزیزاباد سیمه کې د خپل پلار له لوري د چره یي ټوپک پر سهوي ډز وژل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې قضیه د موظف ټيم له خوا څېړل شوې او په دې اړه لازم اجرات شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.