منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۴ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فاریاب کې په ترافیکي او نورو پېښو کې ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۱ کتنې

میمنه (پژواک،۹ زمری ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې څو پېښو کې د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دا پېښې په میمنه ښار، پښتونکوټ، المار، قیصار او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت سرپرست او مرستیال داملا معاوض پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ تېره ورځ د میمنې ښار په عزیزاباد سیمه کې د خپل پلار له لوري د چره یي ټوپک پر سهوي ډز وژل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې قضیه د موظف ټيم له خوا څېړل شوې او په دې اړه لازم اجرات شوي دي.

دغه راز معاوض وویل، نن سهار د پښتونکوټ ولسوالۍ په تیلان سیمه کې دوو چوپانانو له یوې ښځې او خاوند سره د شخړې له امله د یادې ښځې خاوند وژل شوی او دا ښځه ټپي شوې چې اوسمهال په کُما کې ده.

هغه زیاته کړه، دغو دوو چوپانانو پر شخصي ځمکه خپلې رمې څرولې چې د ځمکې مالک او د هغې د ښځې له مخالفت سره مخ شوي او بالاخره په یوې شخړې اوړي او دواړه چوپانان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، د فاریاب ترافیکو دوو ترافیکي پېښو کې د ۸ کسانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړی دی.

د فاریاب د ترافیکي پېښو امر احمدفهیم کوهي پژواک ته وویل، نن سهار د پښتونکوټ ولسوالۍ میاندره سیمه کې له یوه کوتله د یوه سراچه ډوله موټر غورځېدو له امله یوه ښځه مړه او درې سړي ټپیان شوي دي.

کوهي زیاته کړه چې دا موټر له غلموري سیمې نه د میمنې ښار پر لور روان و چې د لارې د خرابوالي له امله په میاندره سیمه کې له کوتله غورځېدلی دی.

 نوموړي دغه راز وویل، نن شاوخوا ۱۰ بجې د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې یوه موټر یو شپږ کلن ماشوم وهلی او مړ شوی دی.

هغه وویل چې یوې کرولا د میمنې او خواجه سبزپوش پر لاره په قره شیخي سیمه کې یو ۹ کلن ماشوم وهلی او مړ شوی او یوه څلور کلنه نجلۍ سخته ټپي شوې ده.

په ورته وخت کې، د فاریاب پولیسو د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوه سپین‌ږیري د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

 د فاریاب پولیسو مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه سپین‌ږیری په قیصار ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه روان و چې یوه موټرسایکل وهلی لومړی ټپي شوی او روغتیایي مرکز ته له رسېدو وروسته یې ساه ورکړې او موټرسایکل چلوونکی نیول شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې