ژبه

ننګرهار کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه، ۱۳ ټپیان دي

ولي‌محمد شینواری

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۰۸:۴۳

Views: ۱

جلال‌اباد (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د یوه سوزوکي موټر د اوښتو له امله دوه کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد پژواک ته وویل، پېښه د بټي‌کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، په پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

حماد د جزییاتو له ورکولو پرته وايی، په ټپیانو کې کوچني ماشومان هم شامل دي.

د ده په وینا، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.

امنیه قوماندانۍ له موټرچلوونکو غوښتي چې ترافیکي اصول مراعت کړي، د موټرو سرعت کنټرول کړي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له احتیاطه کار واخلي.