اټلانټا (پژواک، ۱۲ زمری ۱۰۴۲): داعش ډلې د خپل پخواني مشر ابو الحسین الحسیني القریشي وژل کېدو خبر ورکړی او د نوي مشر اعلان یې کړی دی.
تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روان کال د اپرېل په ۳۰مه (غوایي ۱۰) ویلي وو چې ترکي ځواکونو په سوریه کې د عملیاتو په ترڅ کې ابوالحسین القریشي وژلی دی.
امریکا غږ د خبر له مخې، د داعش ډلې یوه ویاند په ټیلیګرام کې په یو ثبت شوي پیغام کې تایید کړي چې القریشي په ادلب ښار کې د حیات تحریر الشام له جهادي ډلې سره په نښته کې وژل شوی، خو د هغه د وژل کېدو دقیق وخت یې نه دی په ډاګه کړی.
د داعش دغه ویاند ویلي چې ابو حفص الهاشمي القریشي د یادې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP