ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش ډلې وروسته له څلور میاشتو د خپل مشر وژل کېدل تایید کړل

داعش ډلې وروسته له څلور میاشتو د خپل مشر وژل کېدل تایید کړل

author avatar
3 Aug 2023 - 23:59
داعش ډلې وروسته له څلور میاشتو د خپل مشر وژل کېدل تایید کړل
author avatar
3 Aug 2023 - 23:59

اټلانټا (پژواک، ۱۲ زمری ۱۰۴۲): داعش ډلې د خپل پخواني مشر ابو الحسین الحسیني القریشي وژل کېدو خبر ورکړی او د نوي مشر اعلان یې کړی دی.

تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روان کال د اپرېل په ۳۰مه (غوایي ۱۰) ویلي وو چې ترکي ځواکونو په سوریه کې د عملیاتو په ترڅ کې ابوالحسین القریشي وژلی دی.

امریکا غږ د خبر له مخې، د داعش ډلې یوه ویاند په ټیلیګرام کې په یو ثبت شوي پیغام کې تایید کړي چې القریشي په ادلب ښار کې د حیات تحریر الشام له جهادي ډلې سره په نښته کې وژل شوی، خو د هغه د وژل کېدو دقیق وخت یې نه دی په ډاګه کړی.

د داعش دغه ویاند ویلي چې ابو حفص الهاشمي القریشي د یادې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.