کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دوحه کې له ځینو افغانانو سره په لیدنه کې ویلي چې ډېر ژر به په قطر کې د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پراخه او چټکه شي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي په قطر کې د افغانستان سفارت او سیاسي دفتر کې له ځینو افغانانو سره وکتل.
تکل زیاته کړې، په یاده لیدنه کې د هېواد ځینو سوداګرو او قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې په قطر کې د پاسپورټو د چاپ او وېش لړۍ پراخه شي.
د سرچینې په وینا، د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ، اړونده ادارې ته یې سپارښتنه کړې چې په نژدې راتلونکې کې به په قطر کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پراخه او چټکه شي.
دغه راز سرچینې لیکلي، ګډونوالو د بهرنیو چارو له وزیر څخه د قطر هېواد د ویزو، دوحې ته د مستقیمو پروازونو پیلولو او افغانانو ته د کار زمینې برابرولو غوښتنه وکړه او په دې برخو کې هم متقي له د هڅو او همکاريو ژمنه ورکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP