شبرغان (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د شبرغان - مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت د فیضاباد ولسوالۍ په علياباد سیمه کې یوه فورنر موټر له موټرسایکل سره ټکر کړی چې په پایله کې یې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې پېښه د چلوونکو د تېز تګ او بېغورۍ له امله شوې ده.
هغه وايي چې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی او په موټر کې سپاره درې کسان ټپیان شوي دي.
د جوزجان د پولیسو ویاند زیاته کړه، په پېښه کې د مړي جسد او ټپیان د جوزجان ولایتي روغتون ته استولي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP