مزارشریف (پژواک، ۱۵ زمری، ۱۴۰۲): د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وایي، له ازبکستانه وارد شوي ۴۲۸۸ ټنه بېکیفیته تېل یې د بلخ له حیرتان بندره بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
د حیرتان بندر د سټنډرډ ملي ادارې امر مولوي یحیی لقمان وایي، نن یې له ازبکستان راغلي ۶۷ واګونه (۴۲۸۸) ټنه ډېزل تېل چې تېره میاشت راوارد شوي وو او د دې ادارې د نورم او سټندرد پر معیارونو برابر نه وو، بېرته د حیرتان له لارې دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
لقمان زیاتوي چې یاد تېل د ازبکستان د جيټيال له کمپنۍ څخه د غضنفر ګروپ اړوند سلیم خان شرکت راوارد کړي و او دغه شرکت شل ورځې بېلابېلو دولتي ادارو ته مراجعه وکړه خو حللاره یې ونه مونده او تېل یې بېرته وګرځول شول.
د مولوي یحیی په خبره، دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دغه کچه تېل په يو ځل بېرته ګرځول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم له ازبکستانه وارد شوي سلګونه ټنه بېکیفیته ګاز او تېل بېرته دغه هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د نورم او سټنډرډ ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال کې شاوخوا دوه زره ټانګره بېکيفته نفتي توکي بېرته اړوند هېوادونو ته ورګرځول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP