چاریکار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): پروان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کوهصافي ولسوالۍ کې یو بزګر په خپل باغ کې په ډزو وژل شوی دی.
د پروان امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون (د زمري ۱۵مه) له غرمې وروسته د کوهصافي ولسوالۍ د ملااحمدخېلو په کلي کې شوې ده.
سرچينې لیکلي، وژل شوی کس چې د باعسخېلو کلي اصلي اوسېدونکی و او په ملااحمدخېلو کلي کې یې دهقاني درلوده، په باغ کې د تومانچې پر ډزو وژل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په تړاو تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
Views: 482
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن