کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د هرات د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو او د غور د تولک ولسوالۍ د سربو کان د یوه بلاک د استخراج او پروسس ګټونکي شرکتونه اعلان کړل.
یاد معاونیت نن (دوشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د اقتصادي کمېسیون په لارښوونه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د هرات غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه د استخراج لپاره ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوي وو چې د هر اړخیزې او شفافې پروسې له ترسره کېدو وروسته یې یو شمېر شرکتونه ګټونکي اعلان شول.
سرچينه کاږي، وطن درخشان شرکت چې آذاران صنعتي سازه ایراني شرکت یې ۷۰ سلنه ونډهوال دی، د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د لومړي بلاک ګټونکی دی. ساحل شرق میانه شرکت چې دره نور افغاني شرکت او ايپکول ترکي شرکت یې هر یو ۱۵ سلنه ونډهوال دي، د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د دوهم بلاک ګټونکی دی.
سرچينه زياتوي، شمش ملي شرکت چې GBM او AD Resources انګلستاني شرکتونه یې ۳۵سلنه ونډهوال دي، د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د درېیم بلاک ګټونکی دی. باختر فولاد شرکت چې احیای سپاهان او پارسیان ایراني شرکتونه یې ۴۹ سلنه ونډهوال دي، د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورم بلاک ګټونکی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د یادو بلاکونو د ګټونکو شرکتونو ډېره ونډه افغان شرکتونه جوړوي چې له بهرنیو شرکتونو سره به په ګډه دغه بلاکونه په مسلکي ډول استخراج او پروسس به یې په کور دننه ترسره کوي.
په خبرپاڼه کې همداراز څرګنده شوې چې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان له څلورو بلاکونو څخه د یوه بلاک ګټونکی افغان انوېسټ شرکت دی چې دوی ته په قرارداد ورکول کېږي. د دې کان عواید به په عامالمنفعه پروژو کې لګول کېږي چې ډېره برخه به یې په کور دننه د برېښنا تولید او ورسره اړوند چارو ته ځانګړې کېږي.
سرچينه کاږي، د هرات د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو او همداراز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان د یوه بلاک د قراردادونو منظوري د اسلامي امارت مشرتابه ورکړې ده او د دې کانونو د داوطلبۍ او قرارداد تفصیلي معلومات وخت پر وخت د اسلامي امارت د مشرتابه له دفتر سره هم شریک شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP