فراه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۵۰۰ کیلوګرامه ومان کشف او سوځولي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د پرچمن ولسوالۍ د «اولیمه» سیمې په یوه غره کې پنځه سوه کیلوګرامه ومان نیولي او سوځولي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه ومان د ځینو کسانو له خوا په یوه غره کې راټول شوي و او غوښتل يې چې د نشهيي توکو په جوړولو کې د استفادې په موخه یې بل ځای ته انتقال کړي چې امنیتي ځواکونو نیولي له منځه يې وړي دي.
هغه زیاته کړه چې د یادو موادو په تړاو څوک نیول شوي نه دي.
د یادونې ده، ومان یو ډول بوټی دی چې د نشهيي توکو په جوړولو کې کارول کېږي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن