[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره وکتل.
له ارګه د زمري په ۱۹مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په دې کتنه کې ویلي چې افغانستان او ترکیه دوه دوست او د اوږدو تاریخي اړیکو درلودونکي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.
نوموړي دغه راز له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختيا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې پر جوړېدو، د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتېدو او افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې د لازمو آسانتیاوو پر برابرولو هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې له حکومته غوښتنه وکړه چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.
په ورته وخت کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه کار وکړي.
د یادونې ده، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له دې مخکې د دغه هېواد د استخباراتو د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP