Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت تېر کال څه باندې ۸،۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت په ۱۴۰۱ کال کې له ۸،۹ میلیارده ډېرو افغانیو د راټولولو خبر ورکړی او وایي، د افغانستان هوايي حریم د نړۍوالو الوتنو لپاره پرانیستی دی.

ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې، نن (زمري ۲۶) د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت مالي معین حافظ صدیق‌الله عابد یوه ناسته کې د دغه وزارت د کار یوه کلن راپور ورکړ.

نوموړي وویل چې تېر کال کې یې له ۸،۹ میلیاردو افغانیو ډېر عواید راټول کړي او د اسلامي امارت خزانې ته یې سپارلي دي.

هغه وایي، تېر کال دوی له ۴،۷ میلیارده ډېرو افغانیو هدف ټاکلی و، خو له ټاکل شوې شمېرې یې شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ ډېر عواید لاسته راوړي دي.

د سرچینې په خبره، د ټرانسپورتي شرکتونو د ۶۱۱۱ نقیله وسایطو څېړنه، د ۹۰۰ ټرانسپورتي شرکتونو د معلومات ثبتول، د هېواد له بندرونو ۶ سوه ۷۳ زره او ۹۲۸ د بهرنیو موټرو تګ راتګ او له ۴۶ میلیونو ټنه ډېرو توکو انتقال په تېر کال کې د یاد وزارت عمده فعالیتونه دي.

د دغه وزارت په کلني راپور کې راغلي چې په مرکز او ولایتون کې په ۶۱ سیمو کې د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو او اداري ودانیو لپاره ځمکې تثبیت او ځانګړې کېدل له هغه فعالیتونو دي چې تېر کال تر سره شوي دي.

دغه راز په نننۍ ناسته کې د یاد وزارت د پالیسۍ، مصؤونیت او د هوایي چلند تفتیش معین حسیب‌‌‌الله سروش وویل چې د افغانستان حریم د نړۍوالو الوتنو لپاره پرانیستی دی او عملاً نړۍوالې ترانزیتي الوتنې تر سره کېږي.

نوموړی وایي چې د هېواد په هوایي ډګرونو کې د معیاري او لازمي خدماتو وړاندې کول، د هوایي ډګر له تخنیکي وسایطو، سیستمونو او دستګاوو ساتنه او څارنه، په تېر کال کې د دغه وزارت له کړنو څخه دي.

د هغه په خبره، د څلورو نړۍوالو او ۲۴ سیمه‌ییزو هوایي ډګرونو فعال ساتل هم هغه چارې دي چې تېر کال کې ترسره شوې دي.

هغه وایي، تېر کال کې په ټوله کې سلګونه داخلي او بهرني الوتنې شوې او د ۵۳۱۰۹۹ داخلي او بهرنيو مسافرو انتقال ترسره شوی چې له دې ډلې ۳۵۴۶۴۷ بهرني مسافر او۱۷۶۴۵۲ داخلي مسافر وو.

هغه وویل چې یادو مسافرو د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف له هوایي ډګرونو داخلي او بهرنۍ الوتنې لرلې او په دې موده کې له ۲۶۰۰ ټنه ډېر توکي د هوایي دهلیزونو له لارې انتقال شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې تېر کال کې له ۳۰ زرو ډېرو حاجیان د هېواد له نړۍوالو هوایي ډګرونو د حج فریضې اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

هغه وویل، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د هوایي سټېشنونو فعالول او فعال ساتل، ۲۴ ساعته د هېواد د هوا د وضعیت اټکلونه، له داخلي او بهرني پیلوټانو سره د هوا ورځني راپورونو شریکول هم تېر کال کې د دغه وزارت له فعالیتونو څخه دي.

سروش وایي، داخلي او بهرنيو الوتکو ته له ۱۶۶۲ ډېرو د الوتنو جوازونو ورکول، تېر کال کې د یاد وزارت یوه بله عمده کړنه ده چې په یوه جواز کې تر سلو پروازونو شامل وي.

دغه راز د سرچینې په خبره، د ګاونډيو هېوادونو په همکارۍ ۲۵۵۴۰ عبوري الوتنو ثبت او راجسترېشن او په خوست، قلعه‌نو، لغمان، تخار او ګردېز کې د هواپېژندنې د سټېشنونو تجهیز هم په ۱۴۰۱ کال کې تر سره شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.