کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): رسنیو راپور ورکړی چې په هند کې د موسمي اورښتونو د فصل له پیل، د جون میاشتې له دریېمې اونۍ راهیسې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
سياېناېن د «هیماپال پرداش» ایالت د وزیر له قوله راپور ورکړی چې موسمي اورښتونه د هند په دغه سیمه کې د سېلابونو راوتلو او د ځمکې ښوېدو ترڅنګ د دغه هېواد د ډېرو کسان د مړینې او د یو شمېر نورور د نادرکه کېدو لامل هم شوي دي.
ځایي مسوولینو ویلي، د دغې طبیعي پدیدې له امله ښایي د مړو شوو کسانو شمېر ډېر شي.
د دغه راپور له مخې، روان کال په هند کې د موسمي بارانونو له امله د دغه هېواد څه باندې ۲۵۰۰ وګړي هم بېځایه شوي دي.
په ورته وخت کې، د هند دولت د یادو بېځایه شوو د مرستې لپاره او د هغو کسانو د ژغورنې لپاره چې د دې پېښې له امله نادرکه شوي، له خپلو جدي هڅو خبر ورکړی دی.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن