کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): اسلامي امارت له انګرېزانو د خپلواکۍ بیا اخيستلو ۱۰۴مې کاليزې په مناسبت ویلي، اوسنی نظام د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت په بناء پر سالمو اړيکو باور لري او له نورو هم هیله لري داسې پاليسي غوره کړي چې د ټولو په خير او ګټه وي.
نن (شنبې، د زمري ۲۸مه) له انګرېزانو د هېواد د خپلواکۍ بیا اخیستلو له ۱۰۴مې کاليزې سره برابره ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، د ۱۳۳۷ هجري قمري کال د ذيالقعدې میاشتې په ۲۳مه چې د ۱۲۹۸ هجري شمسي کال د زمري میاشتې له ۲۸مې سره سمون خوري، د افغانستان غيرتي او مجاهد ولس د نولسمې پېړۍ زبرځواک اشغالګر پوځونه د الله (ج) په نصرت او د بېمثاله مالي او ځاني قربانيو په برکت له خپلې پاکې خاورې وشړل او استقلال يې ترلاسه کړ.
سرچينه زياتوي: «اسلامي امارت د يو خپلواک او مشروع نظام په حيث د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت په بناء پر سالمو اړيکو باور لري او لکه څنګه چې يې هیڅکله چا ته د ظلم او ضرر رسولو اراده نه ده کړې، له نورو هم هيله کوي داسې پاليسي غوره کړي چې د ټولو په خير او فلاح تمامېږي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې انګرېز يرغلګرو لښکرو له دې مخکې هم دوه ځلې د الله (ج) په نصرت ماتې خوړلې وه او دا يې درېيم ځل ماتې وه؛ وروسته د برېتانوي مستکبرې امپراتورۍ ښويېدلې پښه ټينګه نه شوه، په نړۍ کې له نورو مستعمرو يې هم د ظلم ټغر ټول شو او ۱۹مه پېړۍ د دغه نړۍوال ځواک امپراتورۍ دړې وړې کېدو سره د افغان مجاهد ملت په نوم ثبت شوه.
خبرپاڼه کاږي: «د شکر او وياړ ځای دی چې له انګرېز استعماره د خپلواکۍ بیا اخيستلو ورځ په داسې حال کې نمانځو چې له دې ورځې (۲۸ اسد) څلور ورځې مخکې مو د امریکايي استعمار د شکست ورځ ونمانځله.»
خبرپاڼې څرګنده کړې، د افغانستان مجاهد ملت دا د ځان لپاره ستر وياړ ګڼي چې په مسلسل ډول يې په یوه سلیزه کې درې امپراتورۍ د خپلو مجاهدو علماوو په قيادت کې د الله تعالی په مرسته له خپل هېواده وشړلې.
خبرپاڼه کاږي، د الله تعالی په نصرت د افغانانو په لاس د انګرېز استعمار او له هغه وروسته د روسي پوځونو ماتې او د شوروي اتحاد پاشل کېدل او بيا د امريکا او ناټو ځواکونو شکست وښوده چې افغانستان نه تسخرېدونکی هېواد دی، خلک يې کلک مسلمانان، متحد او په خپلواکۍ مين دي.
خبرپاڼه څرګندوي، د افغانستان مؤمن ولس په ټول وخت کې د مظلومیت په مقام کې پاتې شوی، هیڅکله یې نورو هېوادونو او ولسونو ته د ظلم او ضرر رسولو اراده نه لرله او نه يې لري، خو متأسفانه چې نورو زبرځواکونو د دغه ولس پر حقوقو او ازاديو تېری او ظلم کړی چې پایله يې هم نه ده ورکړې او بالعکس يې یرغلګر د الله جل جلاله په نصرت پر خپلو کړنو پښېمانه کړي دي.
د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت خپل مؤمن مجاهد ملت ته د خپلواکۍ له وياړ ډکې ورځې مبارکي وايي او د دې ترڅنګ څرګندوي چې اسلامي امارت د مجاهدو اسلافو په قربانيو ساتل شوي ديني ارزښتونو، عقيده، فکر او فرهنګ ساتنې ته هماغسې په بې مثله قربانيو ژمن دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ دا وياړونه او ارزښتونه کم وګڼي او يا پرې وبلوسي.
باید وویل شي د ملي دفاع وزارت د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هېواد د خپلواکۍ بیا اخیستلو ١٠٤مه کالیزه په دغه وزارت کې نمانځي.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن