ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه‌محمود قریشي نیول شوی

د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه‌محمود قریشي نیول شوی

author avatar
19 Aug 2023 - 23:05
د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه‌محمود قریشي نیول شوی
author avatar
19 Aug 2023 - 23:05

اسلام‌اباد (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي د پولیسو له خوا ونیول شو.

پاکستانیو رسنیو د زمري په ۲۸مه، خبر ورکړی چې هغه د دولتي رازونو د افشا کولو په تور نیول شوی دی.

د یادونې ده، عمران خان د  خپل حکومت په وروستیو کې یو لیک خلکو ته ښودلی و، چې ګواکي د امریکا حکومت استولی او د ده د حکومت ړنګولو ګواښ یې کړی دی.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې د تحریک انصاف پاکستان ګوند د لوړ پوړو مشرانو په ګډون د دغه ګوند زیات شمېر غړي نیولي او په دې توګه یې په ټول هېواد کې د عمران خان ولسي قدرت ځپلی دی.

شاه محمود قریشي چې د عمران خان د صدراعظمۍ پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و، د شنبې په ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې په یو خبري کنفرانس کې له ګډون وروسته ونیول شو.

 قریشي په دې خبري غونډه کې د انتخاباتو د ځنډولو له امله پر پاکستاني مقاماتو سختې نیوکې وکړې.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مقام د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: «هغه [قریشي] په اسلام‌اباد کې په خپل کور کې پولیسو ونیو. موږ تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه لرو.»

د یادونې ده، عمران خان هم د فساد په یوه قضیه کې بندي دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.