ژبه

پي‌ټي‌ای: تر راتلونکو لسو ورځو د ټولو ګوندونو ګډ کنفرانس جوړوو

احمد صهیب حسرت

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۵

۱ کتنې

کابل (پژواک) – د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د دغه هېواد د ټولو سیاسي ګوندونو ګډ کنفرانس جوړ کړي او په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره یې د مولانا فضل‌الرحمن په ګډون له یو شمېر سیاسي ګوندونو او شخصیتونو سره اړیکې نیولې دي.

د جیونیوز د راپور له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا د پنجشنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۲مه) په پېښور کې له دې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د دغه ګوند د اوږده لاریون پرېکړه لا هم پر خپل ځای ده.

نوموړي زیاته کړې چې محمودخان اڅکزی د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان له لوري د اپوزېسیون د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

راجا دغه‌راز ادعا کړې چې اعلی وزیر او د اسمبلۍ مشر نادرکه شوي او د ملي او ایالتي اسمبليو یو شمېر غړي نیول کېږي.

هغه د مذاکراتو ناکامۍ ته په اشاره ویلي چې د خبرو اترو د ناکامۍ په اړه ناسم روایت جوړ شوی او دغه مذاکرات په قصدي ډول ناکام کړای شوي دي.

د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي ټینګار کړی چې دغه ګوند به په راتلونکو لسو ورځو کې د ټولو سیاسي ګوندونو ګډ کنفرانس جوړ کړي او په دې اړه یې له مولانا فضل‌الرحمن او یو شمېر نورو مهمو سیاسي ګوندونو او مشرانو سره اړیکې نیولې دي.