ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک ټویټرپاڼې څارونکي (فالوورز) یو میلیون ته ورسېدل

د پژواک ټویټرپاڼې څارونکي (فالوورز) یو میلیون ته ورسېدل

author avatar
20 Aug 2023 - 15:12
د پژواک ټویټرپاڼې څارونکي (فالوورز) یو میلیون ته ورسېدل
author avatar
20 Aug 2023 - 15:12

کابل (پژواک، ۲۹ زمري ۱۴۰۲): د پژواک خبري اژانس ټويټرپاڼې څارونکي (فالورز) یو میلیون کسانو ته ورسېدل او د فېسبوک‌پاڼې څارونکي یې بیا له دوه‌نیم میلیونه اوښتي دي.

پژواک په افغانستان کې تر ټولو لوى، باوري او خپلواک خبري اژانس دى، مرکزي دفتر يې په کابل کې دى او د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د خبريالانو پراخې شبکې په درلودو سره خبرونه، فيچري او تحليلي راپورونه او مرکې په پښتو، دري او انګليسي ژبو خپروي.

پژواک د دې ترڅنګ چې نړۍوالو خبري اژانسونو، ټلوېزيونونو او راډيوګانو ته انځورونه او غږيز او ويډيويي کلېپونه چمتو کوي، انځوریزې خپرونې – لکه ګردي مېزونه، ځانګړې مرکې، د هېواد تاریخي سیمو او فرهنګ معرفي کول – هم لري او «د خلکو غږ» خپرونې له لارې د خلکو نظرونه او غوښتنې هم له چارواکو سره شریکوي.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د پژواک له مینه‌والو مننه کوي چې له خپل اژانس (پژواک) څخه ملاتړ کوي او د همدغه ملاتړ په پایله کې د دغه اژانس د ټویټرپاڼې څارونکي تر یو میلیون پورې ورسېدل.

هغه وایي: «موږ له خپلو خلکو سره یو ځل بیا ژمنه کوو چې د پېښو او خپل هېواد رښتینی انځور به وړاندې کوو او د خپلو ځورېدلو خلکو غږ به په پوره امانتدارۍ تر چارواکو او نړۍوالو رسوو.»

د پژواک په اړه د بېلابېلو سرچینو څرګندونې

د افغانستان ازادو ژورنالېستانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وایي، پژواک خبري اژانس له پیله خپل کار د یوه ژمن ټيم په درلودو سره پيل کړ او هڅه یې کړې چې خپل کارونه په مسلکي توګه پر مخ بوځي.

مجددي وایي، پژواک د کورنیو او بهرنیو رسنیو لپاره هم یوه معتبره سرچینه ده، په بې‌‎پرې توګه یې خپل کار ته دوام ورکړی او دا بې‌ پرې‌توب یې د دې لامل شوی چې اوس هم خپلو کارونو ته د پخوا په څېر دوام ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، پژواک په افغانستان کې د یوې موثقې او معتبرې رسنۍ په توګه پېژني.

هغه وایي: «څومره یې چې د فعالیت وخت تېر شوی، اکثریت برخو کې یې خبري معیارونه او د خبرګزارۍ اصول په پام کې نیولي دي، هیله کوو چې له دې وروسته هم پژواک خپل اعتبار ښه وساتي، د هېواد د یوې معتبرې خبري سرچينې په توګه رول ادا کړي، د همکارانو د زحمت او هڅو ستاینه یې کوو او لا هم توفیق ورته غواړو چې په ښه ډول د یوې ازادې، بې‌پرې، موثقې او دقیقې افغاني رسنۍ په شکل تبارز وکړي او خپل موقف لا لوړ کړي.»

د کلید ګروپ مشر عبدالغیور وزیري هم وایي، پژواک په هېواد کې یو له موثقو خبري اژانسونو دی چې تر ډېره مسلکي، بې‌پرې او ملي ګټو ته ژمن دی او تل یې هڅه کړې چې پر وخت خبرونه او اطلاعاتو تر خلکو ورسوي.

هغه وویل: «زما په باور، پژواک سره له دې چې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخامخ پاتې شوی دی، خو په هر ډول شرایطو کې خپلو لیدونکو ته متعهد پاتې شوی او اطلاعات یې ورته رسولي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي تحول وروسته ډېری رسنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله وتړل شوې، خو پژواک بیا هم پر خپل ځای پاتې دی او هوډ لري چې خپلو خلکو ته اطلاعات ورسوي.»

هغه زیاتوي چې خلک پژواک ته د یوې متعهدې او باوري رسنۍ په توګه ګوري او پر خپرونو یې باور لري.

د ملي ثبات ټولنې مشر او د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل هم وایي، پژواک په افغانستان کې له معتبرو رسنیو شمېرل کېږي او په افغاني ټولنه کې ځانګړی اعتماد او باور لري.

هغه زیاتوي: «پژواک د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لیدونکي او لوستونکي لري، دا چې اوس د ټولنیزو پاڼو وخت دی، نو پژواک هم په ټولنیزو پاڼو کې ډېر څارونکي لري؛ په ځانګړې توګه په ټويټر کې چې دا دی د ټویټر څارونکي یې تر یو میلیون کسانو رسېدلي، زه ورته د زړه له کومې مبارکي وایم او هیله لرم چې د افغانانو غږ تر نړۍ او تر چارواکو لا زیات ورسوي، همدا رسنۍ دي چې ملت او نظامونه سره نږدې کوي.»

د پژواک خبري اژانس د ټويټرپاڼې یو څارونکی ۲۵ کلن فضل‌الربي لبیب وایي، پژواک یوه له هغو رسنیو ده چې له پخوا یې څاري.

هغه زیاته کړه: «دا چې د پژواک څارونکي او مینه‌وال ورځ په ورځ په ډېرېدو دي او اوس یي د ټویټر فالورز تر یو میلیون کسانو رسېږي، دا په دې معنا ده چې پژواک د خلکو په زړونو کې ځای لري.»

هغه وایي، کله چې غواړي د یوې پېښې په اړه کره معلومات ترلاسه کړي، د پژواک ټویټر او یا نورې پاڼې ګوري؛ ځکه چې پر پژواک ډېر باور لري.

Views: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.