Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا په کلفورنیا، ټکزاس او ورجینیا ایالتونو کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو په کلفورنیا، ټیکساس او ورجینیا ایالتونو کې د افغانستان خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۴مه کالیزه ونمانځل شوه.

تر ټولو ستر پروګرام په کلفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنې له خوا په سټاکټن ښار کې جوړ شوی و چې په کې څه شاوخوا پنځو زرو افغانانو برخه اخیستې وه.

د دې ټولنې مشر نصیر یاسیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال یې په یوه صالون کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو لپاره پروګرام جوړ کړی و چې د ډېرو ګډونوالو  له امله په صالون کې خلک نه وو ځای شوي.

هغه زیاته کړه چې سږ کال یې په یوه پراخه پارک کې پروګرام جوړ کړی و چې په کې تر پنځه زره ډېرو افغانانو برخه اخیستې وه.

یاسیني وویل چې په دغه پروګرام کې د کلفورنیا د ځینو ښارونو ترڅنګ له جورجیا، واشنګټن، ټیکساس، اریزونا، اوریګن، واشنګټن سټیټ او ځینو نورو ښارونو څخه هم افغانان راغلي وو.

د افغان کلتوري ټولنې مشر دغه پروګرام ته په خپله وینا کې د غازي امان الله خان پر ژوند او د هغه پر کارنامو رڼا واچوله او ویې ویل چې هغه د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېر مهم کارونه کړي وو.

خو ده وویل چې د افغانستان اوسنیو واکمنانو  د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی او  دا دی دوه کاله کېږي چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

د کلفورنیا له سکرمنټو ښار څخه راغلی افغان غیرت بهیر له افغان فرهنګي ټولنې مننه وکړه، چې د خپلواکۍ نمانځلو په موخه یې دا ډول خوندور پروګرام جوړ کړ.

هغه پژواک ته وویل، په بهرنیو هېوادونو کې د دې ډول ملي پروګرامونو نمانځلو ګټه دا ده چې دلته نوي رالوی شوي افغان ماشومان د خپل هېواد له تاریخ، کلتور او عنعناتو څخه خبریږي.

غیرت بهیر غوښتنه وکړه، چې د خپلواکۍ ورځې ترڅنګ باید د هېواد نور ملي ورځې هم ونمانځل شي.

ذاکرالله خوستوال له لرې جورجیا ایالت څخه په دغو مراسمو کې د ګډون په موخه له خپلو یو شمېر نورو ملګرو سره یو ځای راغلی و.

هغه  پژواک ته وویل :“  موږ ۳۶ ساعته په موټر کې مزل وکړ او د خپلواکۍ نمانځلو لپاره دغه پروګرام ته راغلو، ډیر د خوښۍ احساس کوم چې له خپلو زرګونو نورو افغانانو سره په دې خوښۍ کې شریک یم. “

په دغه پروګرام کې د افغانستان بېلابېلې وطني جامې او نور توکي هم د خرڅلاو لپاره ایښودل شوي وې.

بلخوا د امریکا په سوېلي ولایت ټیکساس کې هم سلګونونو افغانو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د خپلواکۍ ۱۰۴مه کالیزه ونمانځله.

په دغه ولایت کې مېشت افغان محمدصافي پژواک ته وویل چې په دغو مراسمو کې پخوانیو او نوو راغلو افغانانو په جوش او ولولو سره ګډون کړی و.

د یو خبر له مخې، د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته نږدې په ورجینیا ایالت کې هم د خپلواکۍ ورځ ونماځل شوه چې پکې سلګونو کسانو ګډون کړی و.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.