کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، دهراوود ته د دوی د لېږل شوي تخنیکي پلاوي موندنې ښيي چې هلمند سیند کې د اوبو کچه ټیټه ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ ویلي وو، د ابهامونو لرې کولو لپاره د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه د ایران تخنیکي پلاوي ته زمینه برابره شوه څو د اوبو جریان د کتنې او اندازه کولو لپاره د دهراوود له هایډرولوجیکي برخې لیدنه وکړي.
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د اوبو اندازه کولو سټېشن تر کجکي بند پورته دی چې هلمند سیند ته ترې د بهېدونکو اوبو اندازه محاسبه کېږي.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالی حسن کاظمي قمي تېره ورځ ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ۱۳۵۱ کال د اوبو تړون له مخې، ایراني پلاوي ته په دهراوود کې د اوبو کچې ارزولو اجازه ورکول د باور جوړونې او ښه ګاونډیتوب مثبته نښه ده.
هغه لیکلي: «د استول شوو کارپوهانو د مشاهدې له مخې چې د دهراوود تمځاى کې یې اوبه کتلې او اندازه کړې دي (د ۱۴۰۲ کال زمري میاشت کې د اوبو د جریان اندازه) د یوه نورمال اوبیز کال د میاشتنۍ کچې په پرتله کمه وه.»
هغه دغه راز لیکلي، په هر صورت، د هلمند سیند اوبو کې د ایران حقابه دې «په سم او عادلانه» ډول د ایران او افغانستان ترمنځ د شوي تړون د درېیمې مادې د «ب» بند له مخې بايد ورکړل شي.
د یادونې ده، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، د ايران پلاوي د دهراوود په هايډرولوجيکي سیسټم کې د اوبو د جريان له کتنې او اندازه کولو وروسته د اوبو کچه کمه بللې ده.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د شاهي دولت لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د دولت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د ۱۳۵۱ کال د کب په ۲۲مه یو هوکړهلیک- چې یوه مقدمه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکوله لري – لاسلیک کړ.
د یادې معاهدې د دویمې مادې له مخې، ټولې هغه اوبه چې د هیرمند له سینده په عادي او غیرعادي کال کې افغانستان ایران ته ورکوي، د اوبو د منځني بهیر پر مهال په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه دي او یوه اندازه اضافي اوبه – چې د متوسط بهیر پر مهال په ثانیه کې څلور متره مکعبه دي، د میاشتني وېش په تناسب چې په اړه یې د هوکړې په درېیمه ماده کې وضاحت شته – د حسن نیت او ورورګلوۍ په پار افغانستان ایران ته ورکوي.
Views: 215
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن