پلعلم (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم په دغه ولايت کې د ديني مدرسو لپاره څه باندې ٧٠٠ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل کېږي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولايت کې د ۱۵۹ دیني مدرسو لپاره ۷۱۲ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل کېږي.
عرب زیاته کړه، د یادو بستونو لپاره نن (دوشنبه) په مرکز پلعلم کې د پوهنې ریاست له لوري له سلګونه کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
نوموړي زیاته کړه، د ازموینې له لارې بریالي کېدوونکي ښوونکي به په د مرکز پلعلم او ولسوالیو په دیني مدرسو کې د ښوونکو په بستونو کې دندې ترسره کړي.
هغه وویل: «ازموینه مو نن واخیستله او ډېر ژر به یې پایلې اعلان شي او بریالي ښوونکي به اړونده دیني مدرسو کې خپلې دندې پیل کړي، تازه مو د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۶۶ دیني مدرسې پرانیستي دي چې نجونې او هلکان به په کې دیني زدهکړې کوي.»
د ازموينې يوه ګډونوال رحمتالله پژواک ته وویل، خوښ دى چې په یاده ازموینه کې یې ګډون کړى او د بریالیتوب په صورت کې به په اخلاص دنده ترسره کړي.
هغه له پوهنې وزارت وغوښتل چې د لوګر ولایت په ښوونځيو کې د ښځينه او نارینه ښوونکو د کمښت ستونزه هم هواره کړي.
بلخوا د لوګر د برهکي برک ولسوالۍ یوه اوسیدونکي حاجي محمود پژواک ته وویل، که د پوهنې وزارت د ښځينه مدرسو لپاره ښځينه ښوونکي ونه ګوماري د دغه ولايت ډېر اوسېدونکي به حاضر نه شي چې خپلې لوڼې مدرسې ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر پوهنې رياست ويلي، په تېرو درېيو مياشتو کې د هلکانو او نجونو د ښوونځيو لپاره ١٢۰۰ ښوونکي ګومارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP