کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د یوناما له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، ا.ا غواړي نور په افغانستان کې د جګړې پاڼه واړوي؛ له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي، شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له مقابل لوري هم ورته هيله لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل تېر ماښام پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې د یاد وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (يوناما) له مرستیال مارکس پوتزل سره وکتل.
د هغه د معلوماتو له مخې، ستانکزي ویلي چې اسلامي امارت غواړي نور په افغانستان کې د جنګ پاڼه واړوي، له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي، شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له مقابل لوري هم ورته هيله لري.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې، پر نشهيې توکو د روږدو کسانو درملنه پيل شوې، د دغو توکو په پېر او پلور بندیز لګېدلی او د سرغړوونکو پر وړاندې يې جدي اقدامات کېږي؛ کوم چې د نړۍوالې ټولنې او افغانستان ګډ مسوولیت دی.
ستانکزي له پوتزل او ورسره پلاوي یې غوښتي چې له افغانستان سره د کوکنارو د بديل په ترويج کې د بانکي محدوديتونو په لرې کولو او هم له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.
د تکل د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل د افغانستان اسلامي امارت له یادو هڅو ستاينه کړې او ویلي یې دي چې یوناما هڅه کوي له افغانستان سره د نړۍوالو د همکارۍ زمینه برابره کړي.
تکل وایي، پوتزل د ګډ کار ژمنه وکړه.
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن