ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاملرنه: اوسمهال ۲،۵ میلیون افغان نجونې له زده‌کړو پاتې دي

پاملرنه: اوسمهال ۲،۵ میلیون افغان نجونې له زده‌کړو پاتې دي

author avatar
23 Aug 2023 - 14:40
پاملرنه: اوسمهال ۲،۵ میلیون افغان نجونې له زده‌کړو پاتې دي
author avatar
23 Aug 2023 - 14:40

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د پاملرنې موسسه وایي، دمګړۍ ۲،۵ میلیون افغان نجونې له زده‌کړو پاتې دي، خو د پوهنې وزارت بیا وایي چې له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي.

پاملرنې ((care موسسې «په افغانستان کې د لویو ستونزو سره سره ځينې نجونې لا هم د زده‌کړې لپاره لارې مومي» تر عنوان لاندې یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې زده‌کړو ته لاسرسی د ماشومانو لپاره یوه لویه ستونزه ده.

دغه راپور کې راغلي چې اوسمهال، ۸۰ سلنه (۲،۵ میلیونه) افغان نجونې له تعلیم او لوړو زده‌کړو پاتې دي او په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازېنی هېواد دی چې په کې نجونې او ښځې له زده‌کړو منع شوې دي.

د پاملرنې موسسې د معلوماتو له مخې، په افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا ۱،۱ میلیون نجونې له تعلیم څخه او له سل زرو ډېرې نجونې له لوړو زده‌کړو محرومې وې خو اوس دغه شمېره ۲،۵ میلیونو ته لوړه شوې ده.

دغه بنسټ له جزییاتو ورکولو پرته ویلي، له زده‌کړو د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته ۵،۴ میلیارده ډالر زیان اړولی دی.

دغه راپور کې هغو نجونو ته چې له تېر کال راهیسې د دغه بنست له خوا پر زده‌کړو بوختې دي اشاره شوې؛ په ټوله کې د ۶۴ معلولو نجونو په ګډون ۱۴۵۱ له زده‌کړو محرومې نجونې د دغه بنسټ له خوا په ابتدایي کچه پر زده‌کړو بوختې دي او د ۵۷ ښوونکو له خوا ورته تدریس کېږي.

خو دوه ورځې مخکې د پوهنې وزارت سلاکار او د دفتر رییس عزیزاحمد ریان یوه ناسته کې ویلي و چې له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې د اسلامي امارت له خوا له شپږم ټولګې پورته د نجونو زده‌کړې او د تېر کال د لېندۍ میاشتې په ۲۷مه د نجونو لوړې زده‌کړې ځنډول شوې، خو د اسلامي امارت چارواکو وویل چې دا پرېکړه دایمي نه ده او ورته حل لار لټوي.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.