ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس اوسېدونکي تاریخي سیمو کې د ناقانونه کیندنو مخنیوي غوښتنه کوي

د بادغیس اوسېدونکي تاریخي سیمو کې د ناقانونه کیندنو مخنیوي غوښتنه کوي

author avatar
26 Aug 2023 - 14:57
د بادغیس اوسېدونکي تاریخي سیمو کې د ناقانونه کیندنو مخنیوي غوښتنه کوي
author avatar
26 Aug 2023 - 14:57

قلعه‌نو (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې د دغه ولایت په لرغونو سیمو غیرقانوني کیندنو او پلټونو ته اندېښمن دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت لرغونو سیمو کې د کیندنو او پلټونو په تړاو د لسګونو کسانو نیول کېدو خبر ورکوي.

د بادغیس یوه اوسېدونکي غلام رسول په دغه ولایت کې د لرغونو سیمو د تخریب په اړه پژواک ته وویل، دا ستونزه له ډېرو کلونو راهیسې شته او تر اوسه یې هيڅ حکومت مخه نه ده نیولې.

هغه چې حکومتونه د تاریخي سیمو د تخریب د مخنیوي په برخه کې پر بې‌غورۍ تورنوي وایي، خلک ګوري چې حکومت بې‌پروا دی نو د دغو تاریخي اثارو پر وړلو او لوټولو لاس پورې کوي.

په ورته وخت کې د ابکمري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي له پژواک سره ځيني انځورنه شریک کړي او ادعا کوي چې ځيني کسان د خپلو کورونو جوړولو لپاره د دې ولسوالۍ د نریمان کلا ډبرې وړي.

د یادونې ده، نریمان کلا د ابکمري ولسوالۍ یوه له لسګونو تاریځي ابدو څخه ده چې د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار لوېدیځ په ۳۰ کیلیومترۍ کې پر یوه لوړه تپه موقعیت لري.

دغه راز د بادغیس یو اوسېدونکی محمدیار له تاریخي ځایونو او لرغونو اثارو نه شخصي استفاده ښه کار نه بولي او زیاتوي، خلک او مسوول بنسټونه باید د تاریخي ابدو لوټولو د مخنیوي په برخه کې ګامونه واخلي.

هغه تاریخي ابدې او اثار د یوې ټولنې د فرهنګ یوه برخه بولي او تمه لري چې د هغو په ساتنه کې عملي ګامونه واخیستل شي.

د بادغیس ځينو فرهنګیانو هم لرغوني اثار او تاریخي ځایونه د یوې ټولنې فرهنګ او هویت وباله او د هغې پر ساتنه ټینګار کوي.

د بادغیس یوه فرهنګي فعال سیداقا ارفاق پژواک ته وویل: «کوم ملت چې د لرغونو اثارو او تاریخي ابدو په ساتنه کې هڅاند نه وي راتلوونکي کې به د خپل هویت او تاریخ د تثبیت لپاره هیڅ سند ونه لري.»

نوموړي تاریخي ځایونه د هېواد فرهنګي هویت بللی او د هغو تخریب یې اندېښمنوونکی یاد کړ.

دغه فرهنګي فعال وړاندیز کوي چې اوس امنیت تامین شوی اړتیا ده څو خلک او مسوول بنسټونه د تخریب شوو تاریخي ابداتو مرمت او ساتنې برخه کې پلانونه جوړ او تطبیق کړي.

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم په دغه ولایت کې د خلکو له خوا په ناقانونه توګه د لرغونو سیمو کیندنې او پلټنې تاییدوي.

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع‌الله متقي پژواک ته وویل، دوی مصمم دي چې دغه ولایت کې د غیر مسوولو کسانو له خوا په ناقانونه ډول د تاریخي ځایونو د کیندنې او پلټڼې مخنیوی وکړي.

د هغه په خبره، تر اوسه له ۳۰ ډېر کسان په لرغونو سیمو کې په غیرقانوني ډول د کیندنې او پلټنې په تړاو نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د متقي په خبره، د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوه مکتوب له لارې د مرکز او ولسوالیو له ټولو ادارو غوښتي دي چې د تاریخي اثارو او ابداتو ساتنه وشي.

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شمېرو له مخې تر اوسه ۵۷ قلمه تاریخي اثار په دې اداره کې ثبت شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.