کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د م.م امنیت شورا ویلي چې داعش په افغانستان او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې پر یو ګواښ بدل شوی خو د افغانستان ا.ا ویاند بیا وایي، افغانستان کې د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي.
هغه راپور چې ګواکې په افغانستان کې شل ډلې شته، د وسلو د پراختیا او د داعش عملیاتي وړتیا زیاته شوې ده او په وینا یې، هر هغه څوک چي دا ډول بېبنسټه ادعاوي کوي، داعش ته مورال ورکوي او په سیمه کې بېثباتي ته لمن وهي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د روانې وږي میاشتې په درېیمه د عراق او افغانستان په ګډون په نړۍ کې د داعش ډلې فعالیتونو په اړه په یو بحث کې په افغانستان کې د دې ډلې د فعالیتونو او د وړتیاوو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.
د بيبيسي د راپور له مخې، له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف امنیت شورا ته خپل راپور کې ویلي، د افریقا او نورو هېوادونو ترڅنګ چې داعش په کې پراخ فعالیت لري، په افغانستان کې هم د داعش خراسان څانګې فعالیت او ګواښونه زیات شوي دي.
د راپور په بله برخه کې د داعش ترڅنګ د نورو «ترهګرو» ډلو فعالیت ته هم اشاره شوې او هلته هغه ننګونې یادې شوې چې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي، په ځانګړي ډول د دوامداره پایښت او پراختیا نشتوالی او ناوړه بشري وضعیت یې مهم یاد کړي دي.
په راپور کې راغلي، پر دې سربېره چې په افغانستان کې د نږدې شلو نورو مختلفو ترهګرو ډلو فعالیت او شتون - سره له دې چې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په جدي ډول ځپل کېږي - د دوامداره پایښت او پراختیا نشتوالی او ناوړه بشري وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره د پام وړ ننګونې دي.
د ملګرو متلونو په راپور کې راغلي چې د داعش ډلې او نور جنګیالي په یو شمېر افریقایي هېوادونو لکه مالي، بورکینا فاسو، نایجر، سوډان، کانګو او مصر کې فعالیت لري او سوریه، یمن، موزمبیک، عراق او ځيني نور هېوادونو د دې ډلو د فعالیت ساحې دي او د ملګرو ملتونو په وینا، نړۍواله سوله او ټیکاو ګواښي او ورسره په نړۍ کې د سوکالۍ او پرمختګ او بشري حقونو خوندیتوب مخه نیسي.
په راپور کې وړاندیز شوی چې نړۍواله ټولنه باید د دغو ګواښونو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي او نړۍ له زیاتېدونکو ګواښونو وژغوري.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه (اېکس) لیکلي: «د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې سفیرانو ته په اصطلاح د تروریزم پر وړاندې د مبارزې دوو جګپوړو چارواکو د داعش له خوا له نړۍ او افغانستانه ګواښونو په اړه معلومات ورکړل شول چې په کې زموږ په هېواد کې د شلو ډلو شتون، د وسلو د پراختیا او د داعش د عملیاتي وړتیاوو ډېرېدو ادعاوې بیا تکرار شوې.»
مجاهد زیاتوي، د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا دغه بېبنسټه تورونه ردوي او په داسې حال کې چې په دې ډول مسایلو کې د شفافي ښکېلتیا غوښتنه کوي، څرګندوي چې په تېرو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلګونه مستقل عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي.
مجاهد زیاته کړې: «هر هغه څوک چې دا ډول بې بنسټه ادعاوې کوي یا خو یې معلومات کم دي او یا هم په دې ډول پروپاګند سره ځپل شوي داعش ته مورال ورکوي او په سیمه کې بېثباتۍ ته لمن وهي.
د هغه په وینا، دا چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه صفر ته نږدې شوي او بیا هم یو نړۍوال سازمان دا ډول بېسنده او منفي پروپاګنډ خپروي او په اړه یې ثبوت هم نه شي وړاندې کولای، د یاد سازمان حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي.
مجاهد زیاتوي: «موږ له دې سره موافق یو چې پر افغانستان باندې د ملګرو ملتونو او نورو طرفونو یو اړخیز بندیزونه، د شتمنیو کنګل کېدل د بشري وضعیت ستونزمن کېدو اصلي لامل دی چې د عامو افغانانو پر ژوند یې ناوړه اغېز کړی او د سیمهییز ثبات په خاطر د دغه وضعیت د بېړني بدلون غوښتنه کوو.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP