غزنيښار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): غزني کې مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د اغاخان فرهنګي بنسټ له لوري د باباجي تاریخي جومات بیارغول کېږي.
نن د اغاخان فرهنګي بنسټ پلاوي غزني کې له یاد جوماته لیدنه وکړه، ویې ویل چې په دغه ولایت کې د باباجي په نوم تاریخي جومات د بیارغونې او استحکام بندۍ چارې به ډېر ژر پیل کړي.
د یاد پلاوي مشر انجنیر فضلکریم احمدي وویل چې هوا مخ په سړېدو ده، د دوی بنسټ به سږ کال یوازې د باباجي تاریخي جومات د بیارغوني لپاره د استحکام بندي لومړني کارونه ترسره کړي، څو د اساسي رغوني مودې لپاره یې د نړېدو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه، د دوی مسلکي کسانو نن د دغه تاریخي جومات سروې، براورد او اسناد بشپړ کړي، څو په راتلونکي کال کې د یاد جومات د اساسي رغونې لپاره د یاد بنسټ له لوري کړنې ترسره شي.
په ورته وخت کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ريیس حمیدالله نثار د اغاخان فرهنګي بنسټ له غه کاره هرکلی کوي او وایي چې د باباجي تاریخي جومات اوږده تاریخي مخینه لري او د یاد جومات اساسي رغول مهم دي.
د یادونې ده، غزني د هېواد یو له لرغونو او تاریخي ولایتونو دی چې په ډېر شمېر تاریخي ابدې لري، د دغو ابدو یو شمېر په ۲۰۱۳ میلادي کال کې چې غزني د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو، رغول شوې او ځینې نورې یې رغونې ته اړتیا لري.
Views: 125
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP