پارون (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې سلو بسترونو ته د ملکي روغتون د ارتقاء ترڅنګ درې روغتیایي پروژې پرانیستل شوې او د یوې پروژې کار پیل شو.
یادې پروژې نن د نورستان په مرکز پارون کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو معين مولوي اسحق صاحبزاده او مل پلاوي او ځايي مسوولینو له خوا پرانیستل شوې.
په دغو پروژو کې سلو بسترونو ته د نورستان ملکي روغتون ارتقا، د معتادینو درملنې لپاره د یوه ۲۰ بستریز روغتون پرانیسته، د واکسینونو خوندي ساتلو لپاره د PMT ودانۍ او په ټولو ولسواليو کې د FHH ۲۵ مرکزونو لپاره د ودانیو جوړېدل شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو معين مولوي اسحق صاحبزاده په دې اړه نیول شوو مراسمو کې وویل چې نورستان ولايت ته یې د سفر موخه د روغتيايي مرکزونو څارنه او د یادو پروژو پرانيسته وه.
نوموړي زیاته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت سقوط شوی روغتيايي سيستم به پر پښو ودرول شي او معیاري او باکيفيته صحي خدمات به د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسېږي.
معين د نورستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ولایتي روغتون نیمهکاره ودانۍ به ورغول شي او په دې برخه کې يې د اړوند شرکت له مسوولینو سره خبرې اترې شوې چې ډېر ژر به پرې کار پیل شي.
د نورستان د عامي روغتيا ريیس مولوي نقيبالله نوري وایي، سل بستريز ولایتي او د معتادینو درملنې ۲۰ بستریز روغتونونه اوس مهال به کرایي ځايونو کې خدمات وړاندې کوي چې وروسته به ورته بودجه پیدا او اساسي ودانۍ به ورته جوړې شي.
دغه راز هغه زیاته کړه چې د PMT اړوند دوه پوړيزه ودانۍ د ۱۲،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ جوړه شوې چې په یاد مرکز کې به لس ډوله واکسين په خوندي ډول ساتل کېږي.
د یادونې ده، له دې مخکي واکسینونه د ننګرهار په روغتونونو کې ساتل کېدل.
دغه روغتیایي پروژې په داسې حال کې پرانیستل یې کېږي چې درې ورځې مخکې پژواک خبري اژانس په ياده برخه کې د خلکو ستونزو او غوښتنو په هکله راپور خپور کړی و.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن