ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوسپنې پټلۍ اداره: ایراني شرکتونه دې د افغانستان اوسپنې پټلۍ برخه کې پانګونه وکړي

د اوسپنې پټلۍ اداره: ایراني شرکتونه دې د افغانستان اوسپنې پټلۍ برخه کې پانګونه وکړي

author avatar
31 Aug 2023 - 16:41
د اوسپنې پټلۍ اداره: ایراني شرکتونه دې د افغانستان اوسپنې پټلۍ برخه کې پانګونه وکړي
author avatar
31 Aug 2023 - 16:41

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): د هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې د «ریلي پراختیا» په موخه د ایراني کنسرسیوم شرکتونو له مسوولینو سره وکتل او له یادو شرکتونو یې وغوښتل چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، د دې ادارې عمومي رییس بخت‌الرحمن شرافت په مشرۍ ایران ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال، د اوسپنې پټلۍ پروژو کې د ایراني کنسرسیوم غړو کمپنیو پر پانګونه تفصیلي بحثونه وشول.

سرچینې لیکي، له ټولو کنسرسیوم کمپنیو غوښتنه شوې چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانګونه وکړي، دغه اداره په دې برخه کې له هغوی سره مرسته کوي او اړینې همغږۍ ترسره کوي.

سرچینې د یادې ادارې د عمومي رییس له قوله لیکلي، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې  دویم فاز جوړول د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې یو مهم لومړیتوب دی او په جدي توګه یې تعقیبوي.

دغه راز، د ایراني کنسرسیوم یوه غړي د خپلو موخو، ظرفیتونو او تخصص په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې له دې ډلې ډېر شمېر کمپنۍ ریلي دي، د اوسپنې پټلۍ د مدیریت، پراختیا، جوړلو او ساتنې په برخو کې خدمات وړاندې کوي او هره کمپني په یادو برخو کې کافي تجربه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت‌الرحمن شرافت د وږي په ۶مه د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی و.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.